افغان روبوټ جوړوونکو نجونو په نړیواله سیالي کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
پژواک خبري اژانس لیکي چې افغان روبوټ جوړوونکې نجونې په امریکا او کاناډا کې د روبوټ جوړونې نړیوالۍ سیالۍ کې د بریا ترلاسه کولو وروسته د چارشنبې په ورځ ناوخته کابل ته ستنې شوې دي.
د نجونو دې شپږ کسیزې ډلې څلور میاشتې هلته تېرې کړې وي.
دې نجونو ویلي چې د روبوټ جوړونې ټکنالوجۍ پراختیا لپاره له حکومته غواړي چې په هېواد کې د ساینس او روبوټ جوړونې ټکنالوجۍ ښوونځى جوړ کړي.