د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې وسله وال پر شا شوي دي


د افغانستان د غزني ولایت نقشه.
د افغانستان د غزني ولایت نقشه.

افغان چارواکي وايي، د غزني ښار له څنډو حکومت ضد وسله وال پر شا شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري بېګا مشال راډیو ته وویل چې له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د ښار په نژدې سیمو کې هېڅ راز امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې او اضافي سرتېرې په متاثره کیدونکو سیمو کې ځای پر ځای دي.

د سېشنبې په ورځ د غزني په یوشمېر ولسوالیو، قره باغ، زنخان، اندړو، ګیلان او چغتو کې جګړې وې.

د راپورونو له مخې د دې جګړو په ترڅ کې ۳۲ افغان سرتیرې او نژدې ۵۰ طالبان ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG