د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د سیمي ځوانانو د یو تنظیم لخوا د هدفي وژنو پرضد د ځايي ولس پرلت نن (چارشنبه) په څلورمه ورځ هم دوام لري.
دغو پرلتوالو چې په میرعلي چوک کې راټول دي له حکومته او امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې د دوی په سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي او د هدفي وژنو مخنیوی دې وکړي.
په احتجاج کې د سېمې ځوانان او مشران ګډون کوي.
د سیمې انتظامي چارواکي وايي د سېشنبې په ورځ پولیټېکل ایجنټ او د انتظامي چارواکو له پرلتوالو سره خبرې هم شوي دي خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.
پرلتوال وایي د خپلو غوښتنو تر پوره کولو پورې به احتجاج جاري ساتي.