د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ: له وسله والو پاکې شوې سيمې ملکي انتظامیې ته سپارو


جنرل قمر جاويد باجوه
جنرل قمر جاويد باجوه

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د پوځ د لوړپوړو چارواکو په يوه غونډه کې ويل شوي چې له وسله والو پاکو کړو سيمو انتظام به ملکي حکومت ته سپاري.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې آيي، ایس، پي، آر پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د پوځ مشر پرون په پينډۍ کې د فارمېشن کمانډرانو په نامه کلنۍ غونډې ته وېنا کې د امنيتي چېلنجونو په اړه خبرې وکړي. په خبرپاڼه کې د هغو ځايونو نومونه نه دې اخيستل شوي چې ځايي انتظامیې ته به سپارل کېږي.

د يادوړنې ده چې د منظور پښتين په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ پر رياست فشار راوړی چې پوځ دې په قبايلي سيمو کې پر چيک پوسټونو د خلکو سره زیاتی نه کوي او کرفيو يا ګرځبندېزونه دې ختم کړي.

د دفاعې چارو کارپوه برېګېډيېر رېټايرډ محمود شاه وايي پاکستان پوځ له تېرو دوو کلونو راهيسې دا اراده درلوده چې له وسله والو پاکې شوي سيمې ځايي انتظامیې ته وسپاري. هغه ادعا کوي چې د جنرل باجوه وروستی بيان د کوم فشار له مخې نه دی.

د پاکستان پوځ د اپرېل په لسمه د خېبر پښتونخوا په کوز او بر دير کې د امنيتي چيک پوسټونو واک ولسي انتظاميې ته سپارلی وو او د نورو هغو سپارلو ژمنه یې هم کړې وه.

په لاهور کې د دفاعي او سياسي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري وايي ولسي غوښتنې ډير اهميت لري خو پوځ دې ته هم ګوري چې اېا ملکي انتظاميه د دې جوګه ده چې د سيمې امنيت پرځای وساتي.

د نوموړي په وېنا که پوځ له ځينو سيمو ووځي هم، د امنيت خرابېدو مخنيوي لپاره بايد پر حالاتو نظر وساتي.

د پاکستان پوځ دا مهال په بېلابېلو قبايلي سيمو کې مېشته دی. د عامه اړيکو ادارې، آيي، ايس، پي، آر يې که څه هم وخت په وخت ادعا کړي چې له ۹۰ فېصدو څخه ډېره خاوره یې له ترهګرو خلاصه کړي خو زياتوي چې لا هم امنيتي چېلنجونه ختم شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG