د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې خلکو د هدفي وژنو خلاف مظاهره وکړه


پراګ: په شمالي وزیرستان کې د خالي پر شپه په کورونو دننه د خلکو تر وژنې وروسته د یکشنبې پر ورځ مظاهره شوې ده.

انتظامي چارواکو او اوسېدونکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د یکشنبې پر ورځ په میرلي کې لسګونو کسانو مظاهره وکړه او لاره یې تر څه وخته پورې بنده کړې وه. بل لوري ته انتظامیې مشال راډیو ته ویلي چې د خلکو سره خبرې کوي. دا احتجاج تر هغې وروسته شوی چې د خالي په شپه په میرانشاه او میرعلي کې وسله والو درې تنه په کورونو کې پر ډزو ووژل او بیا وتښتېدل.

دوی وايي، د یوې میاشتې په موده کې په شمالي وزیرستان کې اووه هدفي بریدونه شوي دي.

چارواکو او ځايي اوسیدونکو د اتوار پر سهار وویل، د خالي په شپه موټر سایکل سپرو وسله والو په حسوخېل کلي کې د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي او مذهبي مشر مولانا محمد دیندار زوی، موسا کلیم په په ډزو وژلی دی.

چارواکي زیاتوي، له دې پېښې نیم ساعت وروسته بیا د میرلي په زیړکي سیمه کې وسله والو د مولانا محمد اسحاق زوی عبدالقیوم په کور دننه وواژه. دغسې د میرانشاه په ټولخیل سیمه کې د عزیزالرحمان په نامه یو تن په کور کې وژل شوی دی. د پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

چاراکي وايي، له دغو پیښو وروسته یې په چیک پوستو ناکه بندي کړې وه خو لا تراوسه څوک نه دي نیول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې امنیت ټینګ کړی دی او سیمه یې له وسله والو څخه پاکه کړې ده. خو په دې سیمه کې د چاودنو او د هدفي بریدونو وروسته ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د امنیت په اړه اندېښمن دي.

وسله واله ډله چې ځان اتحاد المجاهدين شمالي وزيرستان بولي په سيمه کې يې په اردو ژبه ليکل شوې پمفلېټې يا خطونه غورځولي چې پکې دړکه ورکړل شوې چې د هغو سکولونو مالکان به په نښه کوي چې د لوی عمر جينکۍ پکې زده کړې کوي.

په دې ورستیو کې د شمالي وزيرستان د ميرلي په خسو خېلو او موساکي سيمو کې د جينکو دوه سکولونه هم په بمونو ړنګول شوي دي. د دې تر څنګ له پوځ سره ملاتړ کونکو ځوانانو او مشرانو ته هم دړکې ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG