د لاسرسي ځای

تازه خبر

خرم دستګیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارې هم سمبال کړې


خرم دستګیر
خرم دستګیر

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د دفاع وزیر خرم دستګیر خان ته د بهرنیو چارو د وزیر دنده هم سپارلې ده.

د وزیراعظم دفتر د شنبې په ورځ ویلي چې وزیراعظم نوموړي ته د بهرنیوچارو وزیر دنده هم ورکوي او دا په سمدستي توګه عملي ده.

خرم دستګیر ته دا دنده له هغې وروسته ورکړل شوې چې تیره اوونۍ یو عدالت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر خواجه اصف د پارلیمان د غړيتوب لپاره نااهله وګرځواوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG