د پولیس یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د جمعې په ورځ د بنو له چونګۍ چوک سره نېږدې شوې ده.
د دوی په وینا، چوونکي توکي په موټر سایکل کې اېښودل شوي او بیا د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه شوې ده.
چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.
بلخوا د پولیسو چارواکي وايي چې د پېښور په یوه هوټل کې دچاودنې په پېښه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او درې ژوبل دي.
د پېښور ښار امنیتي او د مرستندویه ادارې ۱۱۲۲ چارواکو د جمعې په سهار مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې ده.
دوي وویل چې دا پېښه د پېښور له ګلبهار سیمې سره نږدې په بلال ټاون کې په یوه هوټل کې شوې ده.
د پاکستان خبري رسنۍ وايي چې په چاودنه کې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې پکې دوه ماشومان هم شامل دي.
تر دې دمه د چاودنې علت نه دی معلوم.