د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغانستان کې تازه بریدونو پر جمهوریت بریدونه بللي


ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د ووټ ورکوونکو د رجسټرېشن پر مرکزونو حمله، پر جمهوریت برید دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) پرون په یوه بیان کې ویلي، د نوملیکنې د بهیر له پیله یې له انتخاباتو سره تړلې ۲۳ حملې او امنیتي پېښې ثبت کړې دي.

یوناما وايي، په دې پېښو کې ۲۷۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په بیان کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامېچي یاماموتو له خولې ویل شوي، دوی له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د افغانانو په مشرۍ د ولسي جرګې او او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته ژمن دي.

نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي او په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG