د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور په یو هوټل کې چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي


د بمونو ناکاره کوونکې څانګې - بم ډېسپوزل سکواډ - صوبايي مشر شفقت ملک ویلي چې دا بمي چاودنه نه وه.

چارواکي وايي، په پېښور کې په یوه هوټل کې د چاودنې په پېښه کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي او درې ژوبل دي.

د پېښور امنیتي او د مرستندویه ادارې ۱۱۲۲ چارواکو نن سهار رسنیو ته ویلي چې پېښه بېګا له ګلبهار سیمې سره نېږدې په بلال ټاون کې په یوه هوټل کې شوې.

رسنۍ وايي، په چاودنه کې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې پکې دوه ماشومان دي.

د بم ډېسپوزل څانګې د پولیسو صوبايي مشر شفقت ملک ویلي چې دا بمي چاودنه نه وه.

ځېنې نورو امنیتي چارواکو ویلي، داسې ښکاري چې پېښه د ګیس سیلېنډر چاودنې له کبله شوې.

XS
SM
MD
LG