د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر پير میاډون وایي چې د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د افغانستان د سولې لپاره زمینه برابروي.
دا خبره پير میاډون د چارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده.
ده وویل ، په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون به یاغیانو ته ډیر پیاوړی پیغام ورکړي چې د افغانستان خلک شخړو او افراطیت نه غواړي.
د افغانستان د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه له وړاندې لا د ولایتونو په مرکزونو کې پیل شوې ده.
افغان چارواکي وايي چې تر دې دمه نژدې دیارلس لکه کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.
ټاکل شوې ده چې دا انتخابات د تلې په اته ویشتمه وشي.