د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د روسۍ چورلکې لوېدو، دوه پیلوټان وژلي


د روس خبري اژانسونو د هغه هېواد د دفاع وزارت په حواله ویلي، د شام په ختیځ کې د روس د پوځ هېليکاپټر غورځېدلې چې پکې دواړه پیلوټان وژل شوي دي.

دفاع وزارت وايي، دا چورلکې په امرزوه پرواز روان وو چې د حادثې ښکار شو او د لټون وروسته د دوو پیلوټانو مړي هم موندل شوي دي.

وزارت زیاتوي، کېدای شي چې پېښه د تکنیکي ستونزې له وجې شوې وي.

دا په روانه میاشت کې دویم ځل دي چې په شام کې روسي پیلوټان د الوتکو او هېليکاپټرو راغورځېدو په پېښو کې وژل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG