د افغانستان ولسمشر د رسنیو د هغو کارکوونکو له کورنیو سره ولیدل چې تېره اوونۍ په کابل، کندهار او خوست کې ووژل شول.
محمد اشرف غني د دوشنبې پر مازیګر په ارګ کې د وژل شویو خبریالانو کورنیو ته د وروستیو پېښو د څېړنو او عاملینو ته د سزا ورکولو ژمنه وکړه.
نوموړي د خبریالانو له فدراسیونه وغوښتل چې د خبریالانو ملاتړ صندوق ژر فعال کړي، چې له کورنیو سره یې مرستې وکړي.
تېره دوشنبه په کابل کې دوو پرله پسې ځانمرګیو بریدونو نهه تنه خبریالان په کابل کې ووژل او یوشمېر نور یې ټپیان کړل.
په وژل شویو کې د ازادي راډیو دوه خبریالان او یوه همکاره هم شامله وه.