د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې یوه پاکستاني احمد چودري عدالت ته خپل جرم ومانه


د امریکا عدلیې وزارت په دوشنبه ویلي، یو پاکستانی کس نثار احمد چودري تر هغه وروسته مجرم وګرځاوه چې د خپلځان په سپیناوي کې پاته راغلو.

وزارت وايي، چودري خپل دا جرم ومانه چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۸ ز کلونو په منځ‌ کې یې په واشنګټن کې د پاکستان حکومت په ګټه لابي کوله، خو په دې اړه‌ د امریکا اړوندې ادارې ناخبره ساتلې وې.

محکمه زیاتوي،۷۱ کلن نثار چودري د یو غېر رجسټرډ بهرني اېجنټ چې د پاکستان په اړه په امریکايي پالیسيانو یې د نفوذ هڅه کوله د کار کولو پخلی کړی دی.

نثار چودري ته د پنځو کلونو د بند سزا اورول شوې ده چې د جولای په ۳۰مه به عملي کېږي.

د بهرنیو اېجنټانو د رجسټریشن لپاره د امریکايي قانون ترمخه، باید خلک عدليي محکمې ته د بهرنیو حکومتونو له اړخه په امریکا کې ډلې جوړول یا سیاسي هلې ځلې څرګندې کړي.

حکومتي څارنوالانو ویلي، چودري چې ځان د پاکستان امریکن لیګ مشر بولي، په واشنګټن کې یې د بحث مباحثو انتظام کړی وو چې دا شان د امریکا په پالیسۍ نفوذ وکړي او بیا یې د امریکايانو لخوا د مالوماتو ترلاسه کولو وروسته له پاکستانيو چارواکو سره د شریکولو لپاره هغه هېواد ته سفر هم کړی وو.

XS
SM
MD
LG