د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا حکومت هنرمندانو سره مالي مرسته پېل کړه


اداکارې نوشابې ته د پېسو چيک ورکول کېږي
اداکارې نوشابې ته د پېسو چيک ورکول کېږي

په خېبر پښتونخوا کې حکومت تر يو څه ځنډ وروسته يو ځل بيا هنرمندانو ته د مېاشتې دېرش زره روپۍ ورکول پېل کړې دي. د چارواکو په خبره له دې کاره يې د اړو ليکوالانو، شاعرانو، سندرغاړو او اداکارانو سره مالي مرسته کول دي. هنرمندان په دې کار خوشاله دي خو دوام يې غواړي.

رحيم شهزاد چې ډېر خلک يې د يوې مشهورې ډرامې له کبله د کلاشنکوف ماما په نامه پېژني خوشاله دی چې د خېبر پښتونخوا حکومت په اړو هنرمندانو کې شمار کړل. هغه مشال راډيو ته وویل: ((له حکومته مننه کوم چې موږ يې ياد کړو. پخوا یې هم د مالي مرستې دا پروګرام پېل کړی وو. اوس يې پکار ده چې ونه دروي.))

د خېبر پښتونخوا حکومت نن په پېښور کې اعلان وکړ چې دا ځل ورته درې زره کسانو د دې مرستې لپاره درخواستونه ورکړي وو خو دوی پکي پنځه سوه هنرمندان غوره کړي دي. د سېلګرۍ، کلتور او ځوانانو چارو وزير محمود خان د می په ومه نېټه مشال راډيو ته وويل چې تر راتلونکو نهو مېاشتو به دا مرسته جاري وي.

د خېبر پښتونخوا حکومت تېر کال هم د پنځه سوو هنرمندانو لپاره اته مېاشتې هره مېاشت دېرش زره روپۍ ورکولې. سندرغاړي ماسټر علي حېدر مشال راډيو ته وويل دا مالي مرسته ډېر پر ځای کار دی. ((اکثره هنرمندان ناروغه وي. دوی د درملنې وس نه لري. ځيني د غريبۍ له وجې په خپلو ماشومانو تعليم نه شي کولی. نو دا ښه خبره ده چې د مرستې يوه سرچينه وي.))

د دې پروګرام پرانیسته پرون په پېښور کې وشوه. په دې موقع ګڼ هنرمندان ورغلي وو. سندرغاړې زرڅانګې او اداکارې ثمينه سحر مشال راډيو ته وويل چې د هنرمندانو ستونزې ډېرې دي او پکار ده چې حکومت ورسره په دوامداره توګه مرستې وړي.

په خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت هنرمندانو ته د دې مياشتنۍ مرستې لپاره پېسې لپاره له کلني بجټ بېلې کړې دي او وايي که دوه مياشتې وروسته کېدونکو ټاکنو کې کوم بل حکومت راشه نو سپارښتنه يې همدا ده چې دې مرستې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG