د کابل امنیتي چارواکي وایي، د کابل په ښار کې په نننۍ چاودنه کې یوازې ځانوژونکی بریدګر وژل شوی دی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته وویل، ځانوژونکی بریدګر چې له باروتو ډک واسکټ یې اغوستی وو، غوښتل یې په کابل کې د وروستۍ پېښې ټپیانو لپاره د وینې ټولونې خېمه په نښه کړي.
دی وایي، بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې امنیتي ځواکونو وپېژاند او و یې واژه.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی.