د لاسرسي ځای

تازه خبر

داسې ښکاري د لبنان ټاکنو کې حزب الله بری وړی


داسې برېښي چې د لبنان ایران پلوي غورځنګ حزب الله او ټلوالې یې د مې ۶مې په ټاکنو کې بریا وړی دی. د سیاستوالانو او د لبنان میډیا لخوا د ویلو شویو ابتدايي نتیجو ترمخه، حزب الله او ټلوالې یې په ۱۲۸ کسیزه پارلېمان کې تر نیمايي زیاتې څوکۍ ګټلي دي.

بلخوا د غیر سرکاري نتیجو ترمخه، د لوېدیځو هېوادونو ملاتړ لرونکی وزیراعظم سعد حریري به په پارلېمان کې د یوې لویې ډلې د سنيانو اسلامي مشر په توګه راپورته شي او له دې سره به د څوکیو بایلولو باوجود حریري د راتلونکي حکومت جوړولو لپاره امکانات زیات کړي. په لبنان کې د حزب الله ځواکمن مقام په سیمه کې د ایران مخ په زیاتېدو طاقت ښيي.

امریکا حزب الله یوه ترهګره ډله او د ګاونډی هېواد اسراییلو دښمنه ګرځولې ده.

په لبنان کې د یکشنبې ټولتاکنو کې څه باندې ۴۹.۲ فیصده وګړیو رایې اچولي دي، چې تر متوقعې شرحې یې شمېر کم دی او په دغه هېواد کې د ۲۰۰۹ ز کال تر ټاکنو هم کم دی چې ۵۴ فیصده وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG