په لبنان کې د ۲۰۰۹م کال وروسته په لومړي ځل د پارلېماني انتخاباتو لپاره رایې اچول کیږي.
حکومت وايي چې له ۳۶ لاکه زیات کسان د يکشنبې په ټاکنو کې د رایې ورکولو په شرطونو پوره دي.
د لبنان د ۱۲۸ کسیزه پارلېمان لپاره د نیږدې ۶۰۰ کانديدانو ترمنځ سيالي ده.
تمه ده چې د ټاکنو رسمي نتیجې به د دوشنبې پر ورځ اعلان شي.
څیړونکي د وزیراعظم سعد حریري ګوند او د ایران ملاتړې حزب الله ډلې او اتحادیانو کارکردګي له نیږدې څخه څاري.