د لاسرسي ځای

تازه خبر

نکول پاشينان: که د ارمينيا وزيراعظم شوم نو له مخالفينو سره د جوړ جاړي امکان شته


د ارمینیا مخالف مشر نکول پاشينیان ویلي چې که د هېواد وزیراعظم و ټاکل شو نو دواکمن رېپبلېکن ګوند سره د مرستې امکان نه ردوي.

هغه د يکشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې له یو بل سره د ممکنه مرسته انحصار به ددې هېواد د رښتېنو سياسي حالاتو پورې اړه لري.

هغه وویل په راتلونکیو کې د ډېرو خبرو امکانات شته او زیاته یې کړه چې د هغه مهم مقصد د روغې جوړې حکومت جوړول دی.

په ارمېنیا کې د څو اونیو د مظاهرو وروستو پاشينیان په ډرامایې توګه د وزیراعظمچوکۍ اهل شوی دی.

د حکومت مخالفو مظاهرو له وجې د واکمن ګوند مشر سرژ سرکېسان د وزیراعظم تر ټاکل کېدو څو ورځې وروستو له خپلې چوکۍ مستعفي شو.

سرکېسان تر یوې لسیزې پورې د ارمينيا ولسمشر هم وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG