د لاسرسي ځای

تازه خبر

فخراعظم وزیر وايي اسد قیصر د اسمبلۍ سپیکر نشي کېدای


د پیپلز ګوند غړي دریځ لري چې د تحریک انصاف ګوند غړی اوسپیکر اسد قیصر دا مهال په اسمبلۍ کې اکثریت نه لري او تر قانون لاندی اوس پر دې څوکۍ نشې پاتې کیدای.

د پیپلز ګوند غړي فخر اعظم وزیر چې د خالي پر ورځ یې دا قرارداد جمع کړې دی وايي ، دې لړ کې به د نورو ګوندونو غړي هم له ځان سره ملګري کوي.

ده وویل،“د قرارداد جمع کولو وجوهات دا وو چې سپیکر د اسمبلۍ مشر دی او قانون سازي کوي نو چې یو سپیکر په اسمبلۍ کې خپل اکثریت بایلي نو هغه بیا قانون سازي څنګه کولای شي؟ “

فخر اعظم وزیر وویل چې دا د اسمبلۍ سپکاوی دی او یو اکثریت نه لرونکی تن د هغې د سپیکر پاتې کېدو حق نه لري.

د پاکستاني رسنیو ترمخه ، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سیکرټري نصرالله خټک ویلي، د عدم اعتماد دا قرارداد به د می پر ۱۴مه د اسمبلۍ د غونډې پر مهال وړاندې کیږي.

د خیبر پښتونخوا په ۱۲۴ کسیزه اسمبلۍ کې دا مهال هیڅ ګوند اکثریت نه لري . د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان لخوا د خپل ګوند ۱۸ غړیو ته د ځان سپیناوي نوټس لیږلو وروسته د دې ګوند اکثریت هم له ۶۳ غړیو څخه ۴۳ ته ټیټ شوی دی.

دې ورستیو کې عمران خان د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ پر ۱۸ غړیو تور پورې کړ چې د سینټ په انتخاباتو کې یې خپلې رایې خرڅې کړې دي خو هغوی دا تور رد کړی دی.

د دې ګوند د صوبايی اسمبلۍ غړی شوکت یوسفزی وايي چې د عدم اعتماد دا قرارداد د ګوندونو له لورې نه بلکې یو څو کسانو راوړی دي او اپوزیشن ګوندونه له انتخاباتو مخکې اسمبلي ماتول نه غواړي.

شوکت یوسفزي زیاته کړه، “د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې اپوزیشن ګوندونو حکومت ته د خپل ملاتړ باور ورکړی دی . د سپیکر ضد د عدم اعتماد قرارداد ګوندونو نه بلکې یو څو کسانو د خپلې اندې راوړې دی. کومو غړیو چې دا قرارداد جمع کړې دي نو ګوندونو یې هم دا کار رد کړې دي او ویلي دي چې دا د ګوند پریکړه نه بلکې د دې کسانو خپله فیصله ده “

له دی وړاندې د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک د خېبر پښتونخوا ګورنر ته په يو خط کې خواست کړی چې د دې صوبې وزيراعلا ته ووايي چې له اسمبلۍ د اعتماد ووټ واخلي.

XS
SM
MD
LG