د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جرمني کې د کارل مارکس کلیزه لمانځل کېږي


د جرمني په تغییه ښار کې پولیس په داسې حال کې ځای پر ځای شوي دي چې نن د یو متنازعه شخصیت ، د کمیونیزم بابا کارل مارکس ۲۰۰ مه کلیزه لماځلو لپاره په سلګونو مظاهرچیان راوتي دي.

د ښار ویاند مایکل شمټز پرون وویل هیله لري چې مظاهره کوونکي به په مهذبه طریقه په لمانځغونډه کې برخه واخلي.

نوموړي وویل هغه څوک چې پر کارل مارکس تنقید کول غواړي، کولای یې شي خو پکار نه ده چې له تشدده کار واخستل شي.

د اروپايي کمېشن صدر ژان کلاډ یونکر به د تقریب پر مهال شا او خوا ۱۰۰۰ مېلمنو ته وینا هم کوي.

درې غټ نندارتونونه به هم د ولس لپاره وړاندې کیږي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG