د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روس کې د ولسمشر پوتین ضد مظاهرې شوې دي


د روس د اپوزیشن مشر الیکسي نوالني ملاتړي نن په ماسکو، سینټ پيټرزبرګ او نورو ښارونو کې د ولسمشر ولادمیر پوتین د واک نوې شپږ کلنې دورې خلاف مظاهرې کوي.

ټاکل شوی چې پوتین د مۍ پر اوومه د څلورم ځل لپاره حلف پورته کړي. په دې سره به د هغه واک تر ۱۸ کلونو و غځیږي.

د هغه ملاتړي وايي هیواد یې له ګونډو راپورته کړی. دوی د پوتین مخالفت کوونکي په درغلیو کې ککړ بولي.

په سیمه کې د ازادې اروپا راډیو یو خبریال وايي د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې شوې دي او په کراسنویارسک ښار کې د احتجاجي لاریون په وخت یو شمېر کسان نیول شوي دي.

مظاهره کونکو د پوتین خلاف نعرې وهلې.

په ماسکو کې انتظامیې د نوالني ملاتړو ته خبردارې ورکړې چې د هیواد په سرښار کېپه پلان شویو مظاهرو کې برخه اخیستل غیر قانوني دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG