د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوه ۱۱ وسله والو ته د مرګ سزا منظوره کړې


جنرال قمر جاوېد باجوه
جنرال قمر جاوېد باجوه

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د ۱۱ وسله والو د مرګ د سزا توثیق کړی دی.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې ای ایس پي ار د شنبې پر ورځ په بیان کې ویلي چې دریو نورو ته د قید سزا هم ورکړل شوې ده.

د ای ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې دغه کسان په ترهګرو فعالیتونو کې ککړ دي چې پکې پر پوځ او امنیتي ادارو بریدونه، مالاکنډ پوهنتون باندې حمله او د بې ګناهو ولسي وګړیو وژنه شامله ده.

ای ایس پي ار وايي دغه کسان د ۶۰ کسانو په وژنه کې لاس لري چې پکې ۳۶ ولسي وګړي او ۲۴ امنیتي اهلکاران دي.

په بیان کې ویل شوي چې له دغو کسانو نه وسله او بارود هم تر لاسه شوې وو.

د دغو کسانو کېسونه په پوځي عدالتونو کې روان ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG