د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسن روحاني په ایران کې د ټیلي ګرام پر بندیز نیوکه کړې


د ایران ولسمشر حسن روحاني د ټیلي ګرام په نوم د پیغام لیږلو په نیټ ورک د هیواد د عدلیې له خوا په لګول شوي بندیز انتقاد کړی دی او ویلي يي دي چې حکومت يي د دې مرسته نه کوي.

روحاني د جمعې په ورځ په خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل، حکومت یو خوندي انټرنیټ غواړي خو دا په کنټرول کې ساتل نه غواړي.

نوموړي زیاته کړه نه خو حکومت د دې بندیز لګولو ویلي دي او نه يې مرسته کوي.

د ایران د کلتور او میډیا یو عدالت د اپریل په ۳۰مه د پیغامونو لیږلو په شبکه ټیلي ګرام بندیز ولګو او زیاته يې کړه چې د دې په وسیله داسې کارونه ترسره کېږي چې د ایران امنیت ته خطر پېښوي.

د هیواد ملایانو او په حکومت دننه سخت دریزو په ټیلي ګرام د بندیز لپاره تر میاشتو کمپاین پر مخ وړې وو.

د ایران د اتیا ميلیونه نیمايي برخه د کاروبار، پیغامونو او تفریح لپاره ټیلي ګرام په کار راولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG