د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیپلز ګوند د سپیکر اسد قیصر پرضد د عدم اعتماد قرارداد جمع کړی


پیپلز ګوند په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د سپیکر اسد قیصر پرضد د عدم اعتماد قرارداد جمع کړی دی.

دا قرارداد د جمعې په ورځ د پیپلز ګوند دوو غړیو فخر زمان وزیر او ضیا الله اپریدي د اسمبلۍ چارواکیو ته سپارلې دی.

د اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته خبریالانو ته د وینا په وخت فخرزمان وزیر وویل چې سپیکر د اسمبلۍ د غړیو اعتماد بایللې دی نو له دې کبله دې له اسمبلۍ یو ځل بیا د اعتماد ووټ واخلي.

د تحریک انصاف په مشرۍ د صوبې حکومت د مې په ۱۴د اسمبلۍ غونډه راغوښتې ده او دغه قرارداد يې د ایجنډا په سر کې ایخې دی.

که چیرې د اسمبلۍ د ۱۲۴ غړیو څخه دریمه برخه د قرارداد مرسته وکړي نو نوې سپیکر به منتخب کولې شي.

د یادونې وړ ده چې په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک د زیارت په ورځ د صوبې ګورنر ته یو خط لیږلې دی او ورته يې ویلي دي چې وزیراعلا پرویزخټک د اسمبلۍ د غړیو اعتماد بایللې دی نو باید چې یو ځل بیا له اسمبلۍ د اعتماد ووټ واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG