د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ادبیاتو په برخه کې نوبل جایزه وځنډول شوه


د سویډن اکېډمۍ وايي ، دا کال به د ادبیاتو په برخه کې نوبل جایزه نه ورکول کېږي.

د یادې اکېډمۍ له خوا دا اعلان د پنجشنبې په ورځ ناوخته په سټاکولم کې تر شوې غونډه وروسته شوی دی.

اکېډمۍ په خپاره کړي بیان کې ویلي چې اوس مهال دې ته نه دي تیار چې د جایزې ګټونکی وټاکي او دا جایزه به په راتلونکي کال کې اعلان کړي.

بیان زیاتوي چې دا ګام د ولسي باور د کمېدو له کبله اخیستل شوی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د جنسي تېرو د تورونو له کبله د یادې جایزې د ګټونکي ټاکلو کمېټۍ یو شمېر غړي له کمېټۍ وتلي دي.

دا جایزه له تېرو سلو کالو راهسې ورکول کېږي او دا لومړی ځل دی چې داسې لانجه پکې رامنځ ته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG