د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چیک جمهوریت کې هم د کیمیاوي موادو ازموینه شوې وه


د چیک جمهوریت ولسمشر ویلي د هیواد د پوځي استخباراتو ادارې یو رپورټ څرګندوي چې په برتانیا کې پخواني روسي جاسوس ته د اعصابو فلجوونکيو ورکړل شویوزهرو یو قسم تېر کال په چیک جمهوریت کېپه وړوکي مقدار کې جوړ ، ازمویل او ضایع کړل شوي ول.

د مۍ پر دریمه میلوش زیمن وویل چې د چیک جمهوریت د بهرنیو استخباراتو د مخنیوي ادارې یو بل رپورټ له مخې ضایع کړل شوی اعصاب فلجوونکي زهر نووي چوک نه بلکه A230ا ې دوه سوه دیرش نومیږي خو وې ویل چې دا مواد هم د نووي چوک په شان وي.

نووي چوک هغه زهر وو چې پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا ته ورکړل شوي ول.

بریتانیا د زهرو ورکولو لپاره روس باندې تور ولګولو چې روس په دغه پېښه کې د لاس لرلو نه انکار کوي. روس ویلي ول چې دغه زهر کیدای شي د امریکا، چیک جمهوریت یا د نورو هیوادونو لخوا ورغلي وو چې په خبره یې په دغو کیمیاوي موادو یې څېړنې کړي دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG