د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د وسله والو مشکوکه ډله نیول شوې


افغان چارواکي وايي، د مشکوکه وسله والو هغه اووه کسیزه ډله یې نیولې چې په کابل کې یې د بریدونو پلان جوړ کړی وو.

د ملي امنیت عمومي ریاست تېر مازیګر وویل، دې کسانو پر دولتي ودانیو او روغتونونو د بریدونو پلان درلود.

رویټرز خبري اژانس وايي، تورنو کسانو د پلټنو پر وخت منلې چې د کورنیو چارو وزارت پر زړې ودانۍ او د غازي امان الله خان په نوم یې د ملي امنیت پر روغتون د حملو تیاری کاوه.

په هغه روغتون کې د افغان ملي ځواکونو د سرتېرو علاج کېږي.

د ملي امتیت اداره وايي، دې کسانو ته د ځانمرګو بریدونو دنده ورکړل شوې وه او یوه رابطه کار کابل ته راوستی وو.

اژانس د ملي امنیت د یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، له خولې لیکي، دا مشکوک وسله وال د چمن په مدرسو کې روزل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG