د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ارمینیا کې د وزیر اعظم د ټاکلو لپاره رای اچول کېږي


نن د سېشنبې په ورځ د ارمینیا په پارلېمان کې د وزیراعظم د ټاکلو لپاره رای اچول کېږي.

د وروستیو احتجاجونو مشر نیکول پاشینیان د وزیراعظمۍ څوکۍ ته یوازیني کاندید اعلان شوی دی.

پاشینیان د دوشنبې په ورځ په یریوان کې د خپلو پلویانو یوې لاریون ته د تلو په موقع خبریالانو ته وویل:"که د وزیراعظم په توګه وټاکل شوم نو خپلواکه او جمهوري انتخاباتو ترسره کولو لپاره تیاریانې به یې ستر لومړیتوب وي."

پاشینیان تیره میاشت د پخواني وزیراعظم سرژ سرکیسیان پر ضد مظاهرې او احتجاجونه وکړل چې له وجې یې سرکیسیان د اپریل پر ۲۳مه استعفا واخیسته او له دندې لیرې شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG