د لاسرسي ځای

تازه خبر

مياافتحار حسين: پر تورخم دروازه دې تګ راتګ اسان شي


د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکټري میا افتخار حسېن وايي، په تورخم دروازه دې د ویزو کار ختم کړل شي ګنې د پاکستان له لورې د پولې سنبالولو پالیسي به د هغه هېواد تجارت ته زیان ورسوي.

افتخار حسین د دوشنبې په ورځ د خیبر اېجنسۍ په لواړګي کې یوې خبرې غونډې ته وویل:

"افغانستان د پاکستان د تجارتي مالونو لپاره یوه لويه منډۍ ده او د پاکستان حکومت دې په تورخم دروازه نرمي وکړي."

د پاکستان حکومت تیرکال د فبروۍ په مياشت کې په سېوڼ شريف کې د لال شهباز قلندر پر مزار تر بريد وروسته له افغانستان سره د تورخم او چمن په ګډون ځېنې نورې لارې تړلې وې.

پاکستان تور پورې کوي چې وسله وال له افغانستانه ورځي او هلته بريدونه کوي.

خو افغانستان برعکس پر پاکستان تور پورې کوي چې وسله والو طالبانو ته يې پناه ځايونه ورکړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG