د ننګرهار چارواکي وایي چې نن (سېشنبه) سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د کامې ولسوالۍ ترۍ سیمه کې د ننګرهار ولایتي شورا د غړي افتخار مومند په موټر د سرک د غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې د نوموړي یو تن ساتوونکی وژل شوی او د افتخار مومند په ګډون څلور تنه یې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي چې ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته رسول شوي او زیاتوي چې د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.