د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا يوکراين ته د جويلېن توغنديو د سپارلو تصديق کړی


امريکا مشال راډیو ته تصديق کړی چې يوکراین ته يې ټانک ضد جويلېن نومي توغندي سپارلي دي.

د امريکا خارجه وزارت يوه چارواکي نن د مشال راډیو انګريزي څانګې د پوښتنې په ځواب کې وويل چې کيف ته جويلېن توغندي وار له مخه حواله شوي دي.

په واشنګټن کې په دې اړه ډېر تاوده بحثونه شوي ول او ولسمشر ډونلډ ټرمپ يې هم سخت مخالفت کړی وو خو ويل کېږي چې سپنې ماڼۍ د ډېسېمبر په مياشت کې د جويلين توغنديو د خرڅلاو منظوري ورکړه.

مسکو پر دې اعلان سخت غبرګون ښودلی وو او د روسيې بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګي ريابکوف پر امريکا نيوکه کړې وه چې دده په وينا جنګ ته ترغيب ورکوي.

د امريکا د خارجه وزارت تر اعلان وړاندې په واشنګټن او يوکراين کې دوو سرچينو د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته د جويلېن توغنديو کيف ته د ورسپارلو د خبرې تصديق وکړ.

خو البته دواړو چارواکو دا و نه ويل چې توغندي څه وخت رسېدلي دي او نه يې هم دا په ډاګه کړه چې ایا ټول توغندي رسول شوي دي او چېرته ځای پر ځای کړل شوي دي.؟

خارجه وزارت د توغنديو د ورکړې د تصديق پرته په دې اړه نور هېڅ تفصيل ورنکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG