د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان په دې هيله د ازبکستان درې ورځنۍ رسمي سفر پیل کړی دی چې له هغه هېواد سره اړيکي او کاروباري راکړه ورکړه بياوړې کړي.
ښاغلی اردغان د يکشنبې پر شپه تاشکند ته ورسېد او د ازبکستان او ترکي ترمنځ په اقتصادي غونډه کې به ګډون وکړي.
په غونډه کې به د ترکي شاوخوا ۲۰۰ لوړپوړې چارواکي او د بېلا بېلو ترکي کمپنيانو سوداګر شرکت کوي.
ازبکستان ته تر روانېدو له مخه د استانبول پر اتاترک هوايی ډګر له خبريالانو سره د خبرو پر مهال رجب طيب اردغان تمه وښودله چې ترکيه او ازبکستان له لاسه ورکړل شوي فرصتونه بحالولای شي.
د ازبکستان بهرنيو چارو وزير ويلي چې د ښاغلي اردغان د سفر پر مهال به دوه اړخيزه اړيکې او د سيمي حالات بحث شي.
ټاکل شوې ده چې د ترکيې ولسمشر به د ازبک پارلېمان ته وينا او د مۍ پر لومړۍ نېټه به د تاريخي ښار بخارا سفر وکړي.