د شام سرکاري رسنۍ وايي چې د هېواد په شمال کې د يکشنبې پر شپه په شوي توغندي بريد کې ۲۶ حکومت پلوه جنګيالي چې زياتره يې ايرانيان دي وژل شوي دي.
د شام خبري اژانس ثنا د دوشنبې پر ورځ د يوې پوځي سرچينې له قوله ويلي چې د الېپو او حما مختلف ځايونه دده په وينا د نوي تيري له مخې د دښمن توغنديو په نښه کړي دي.
د شام بشري حقونو د څار لندن مېشت سازمان ويلي دي چې داسې برېښې چې دا بريد اسراييل کړی دی چې له مځکې څخه تر مځکې پورې د وېښتونکو توغنديو يو ډپو هم په نښه کړی دی.
دا ډپو د شام په شمال کې دی چې د برېګېډ ۴۷ په نوم يادېږي.
سازمان وايي، په وژل شوو کې څلور ولسي وګړي هم دي.
په شام کې د روانې کورنۍ جګړې پر مهال په تېرو اوو کلونو کې ايران د بشارالاسد د ملاتړ لپاره په زرګونو جنګيالي لېږلي دي.