د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا د اېټمي ازموینو ځای تړي


د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جای این دفتر وايي د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اُن ورته ویلي چې هېواد به یې په راتلونکې میاشت کې د اېټمي ازموینو ځای تړي.

د جنوي کوریا د ولسمشر د دفتر ویاند یون ینګ چننن خبریالانو ته وویل کېم له مون سره په لیدنه کې ویلي چې په مۍ کې به د اېټمي تجریاتو خپل مرکز بند کړي.

د ینګ چن په وینا کېم جونګ اُن ویلي چې ډیر زر به د جنوبي کوریا او امریکا ماهرین ور وغواړي چې دا راز یې د اېټمي پروګرام په اړه تفصیلات په ډاګه کړي.

د جنوبي کوریا ولسمشر وايي کېم ورسره د ملاقات پر مهال وعده وکړه چې د خپلو اېټمي ازمیونو د مرکز څارنې لپاره به په نزدیو کې امریکايي ماهرین او خبریالان ور وبلي. دغه تاریخي ملاقاتد اپریل په ۲۷ مه شوی وو.
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پرون په یوه ولسي غونډه کې وویل تمه ده چې په راتلونکیو څو اوونیو کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اُون سره ملاقات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG