د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي کوریا مشر د جنوبي کوریا له ولسمشر سره ولیدل


د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون نن د جمعې په ورځ د جنوبي کوریا خاورې ته په اوښتو تاریخ جوړ کړ او په دې توګه د خپل هېواد لومړی مشر شو چې په ۱۹۵۳ز کال کې د دواړو کوریاګانو تر جګړې وروسته هلته ورغی.

کېم نن سهار وختي د دواړو هېوادونو تر منځ له پولې واوښت او د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جای اېن سره یې ولیدل.

دواړه مشران له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپووزمې د پاکولو او سوله ییزو اړیکو جوړولو پر موضوعاتو خبرې کوي. کېم چې له پولې واوښت نو له مون سره یې روغبړ وکړ.

مون ورته وویل، ورسره په لیدو خوشاله دی. دواړه مشران بیا د لنډ وخت لپاره له پولې واوښتل او د شمالي کوریا خاورې ته داخل شول او وروسته بیا په یوه وړوکي ګډ کلي کې د سولې کور په نوم ودانۍ ته ورغلل چې هلته خبرې وکړي.

دا غونډه پر داسې وخت کېږي چې پرون د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ په برسلز کې خبري غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه دې د شمالي کوریا په اقداماتو کې تر ((څرګندو بدلونونو)) پورې، ورباندې بندیزونو ته دوام ورکړي او پر پیانګیانګ دې فشار نه کموي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG