د لاسرسي ځای

تازه خبر

''سوات انتظامیه پښتون غورځنګ ته خنډونه جوړوي''


په داسې حال کې چې د حقونو ولسي تحریک پښتون تحفظ مومنټ د روانې میاشتې په ۲۹ مه نیټه په سوات کې د جلسې اعلان کړی دی. د تحریک مشران تور پورې کوي چې پاکستانۍ امنیتي ادارې يې ملګرو ته دړکې ورکوي او ولس ته وايي چې په دغه غونډه کې له ګډونه ډډه وکړئ.

د غورځنګ یو مخکښ اقبال خان ایډوکېټ نن مشال ریډیو ته وویل، د پوځي چارواکیو او ضلعي انتظامیې له خوا دکاندارانو او د پرېس مالکانو ته ویل شوي چې له دوی سره هېڅ قسمه مرسته و نه کړي.

نوموړی زیاتوي انتظامیې په ګراسي ګراونډ کې په ۲۸مه نېټه پاکستان زنده باد مومنټ له د جلسې اجازه ورکړی دی خو دوی ته يې انکار کړی دی. بلخوا انتظامیې پرېکړه کړې ده چې په اته ویشتمه نېټه به د کبل په میدان د ګاډو ځغل کوي چې ورسره به دغه ځای د جلسې کولو قابل پاته نه شي. اقبال خان ایډوکیټ زیاتوي چې د انتظامیې د دړکو له کبله ځايي خلک وېرېدلي دي.

موږ غواړو چې خلک د ټوپک له دهشته ازاد کړو او دا جلسه مهمه ځکه ده چې ولس ته به پکې د خپلې خبرې کولو موقعه په لاس ورشي.
فضل مولا

د تحریک یو بل غړې او لیکوال فضل مولا وايي چې په سوات کې تر پوځي عملیاتو وروستو هیله کېده چې اوس به خلک په امن سره ژوند تېر کړي خو رښتیا دا دي چې تېر لس کالونه يې تر ډېرو بندیزونو لاندې تېرکړي دي. نوموړی وايي کله چې هم د پولیسو او امنیتي سرتېرو ګاډي پر سړکونو تېرېږي نو ټوپکې يې د خلکو اړخ ته نېغې کړي وي.

فضل مولا وویل غواړي چې خلک د ټوپک له دهشته ازاد کړي او دا جلسه مهمه ځکه ده چې ولس ته به پکې د خپلې خبرې کولو موقعه په لاس ورشي.

له پېښوره د سوات جلسې لپاره تللي ډاکټر مشتاق وویل چې امنیتي ادارې خپله پوره هڅه کوي چې جلسه ناکامه کړي خو بیا هم له ډېرو سیمو ملګري سوات ته ور روان دي او دوی به خپلې مبارزې له دوام ورکوي.

د کبل تحصیل مرستیال کمیشنر اسرار خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ ور ته د جلسې اجازت غوښتی خو انتظامیې لا په دې اړه یو څه پرېکړه نه ده کړې.

د سوات ضلعې ناظم محمدعلي شاه وايي ــ پښتون تحفظ مومنټ ته يې په کبل کې د جلسې اجازه ورکړې ده او د ایني حقونو غوښتل د هر چا بنیادي حق دی.

نوموړي وویل هغه له دې نه دی خبر چې پښتون تحفظ مومنټ ته په ګراسي ګراؤنډ د جلسې اجازه نه ده ورکړل شوې خو دا هم یوه خبره ده چې په دغه میدان کې کار روان دی او بله دا چې دا سیمه د ښار په مینځ کې ده نو انتظامیه نه غواړي چې د ټرېفیک ستونځې جوړې شي.

د یادونې وړ ده چې په سوات کې له دوه زره اتم کاله تر دوه زره دولسم کاله پورې په بېلا بېلو نومونو پوځي عملیات ترسره شوي دي چې په نتیجه کې يې ځايي خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه رسېدلي دي او د سیمې ګڼ خلک بې درکه کړل شوي دي. بل خوا پوځ ادعا کوي چې سیمه يې له وسله والو پاکه کړی ده.

XS
SM
MD
LG