د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا کې یو ګاډی پر پلیو ورغلی ۱۰ تنه مړه، ۱۵ژوبل


د کاناډا پولیس وایي، په ټورنټو ښار کې پر پلیو تلونیکو یو ګاډی ورختلی چې ۱۰ کسان‌ یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکو د اوس لپاره په پېښه کې د ترهګرۍ احتمال رد کړی دی.

د عامه مصونیت وزیر رالف ګودال بېګاه شپه پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل، ښکاري چې د تورنتو د شمال په یوه څلور لاري کې دا بوږنوونکې پېښه د کاناډا د ملي امنیت له مسئلې سره ارتباط نه ‎لري.

​حکومت هم د ترهګرۍ حملو ځانګړی خبرداری نه ‎دی ورکړی.

پولیسو د ټرک ډرېور ۲۵ کلن الکس میناسیان معرفي کړی او ویلي یې دي چې هغه اوس‌ مهال په حراست کې دی.

امنیتي چارواکي وايي، میناسیان د تورنتو دی او له پولیسو سره د جرم ریکارډ نه ‎لري.

یوه عیني شاهد ویلي، یو ګاډی یې ولیده چې پیاده‌رو ته پورته شو او خلک‌ یې لاندې کړل او بل ویلي دي چې له پېښې وروسته‌ یې ټپي خلک ولیدل چې پر سړک پراته وو.

د راپورونو له مخې په یوه روغتون کې د پنځو بستر شویو کسانو حالت نازک دی.

د پېښې له ځایه تقریباً ۳۰ کېلو متره لیرې د ټورنټو په یوه بله سیمه کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو جي اووه د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه روانه وه.

  • د دې پېښې د علت په اړه تر اوسه څه نه ‎دي ویل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG