د لاسرسي ځای

تازه خبر

په درغليوو تورن د تحريک انصاف غړي انصاف غواړي


د تېرې مارچ مېاشتې په درېيمه د سينټ په ټاکنو کې د خپلې رايې په خرڅولو تورن د پاکستان تحريک انصاف ځيني غړي وايي عدالتي کمېشن دې تحقيقات وکړي.

دوی وايي يا دې د دې ګوند مشر عمران خان په پنځلسو ورځو کې خپل لګولي تورونه ثابت کړي او يا دې هم له دوی بخښنه وغواړي. په دې شلو کسانو کې څوو يې مشال راډيو ته د اپرېل په دروېشتمه وويل پر دوی د رايو خرڅونې تور بې بنياده او بدناموونکی دی.

په دوی کې يو ياسين خليل دی. نوموړي وويل: ((موږ ټولو دا غوښتنه کړې چې چيف جسټس دې د دې مسلې نوټس واخلي او عدالتي څېړنه دې وکړي. عمران خان زموږ سياسي حېثیت ته د زيان رسولو کوښښ کړی دی. که پر موږ څه الزام وو نو دوی بايد لومړی زموږ دليل او نظر هم اورېدلی وای. له موږ پوښتنه نه ده شوې او عمران خان فېصله وکړه چې موږ رايه خرڅه کړه!))

زموږ پر سر سياست کېږي. دا داسې ده لکه یو څوک چې بغير له کومې مقدمې او تفتيش پانسي کوي.
مايار

د تحريک انصاف مشر عمران خان د اپرېل په ۱۸مه اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې دوی تر پوره څېړنې وروسته معلومه کړې چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د دوی ګڼو غړو د سينټ په ټاکنو کې د خپل ګوند پر ځای د نورو ګوندونو امېدوارانو ته رایې ورکړې دي. د نوموړي په اعلان کړي ليست کې هغه کسان هم شامل دي چې يا يې له ګونده وتلي او يا هم وتل.

عبېدالله مايار د دوی له ډلې دی چې پرون يې له ګونده د احتجاج په توګه استعفا ورکړه. هغه مشال راډيو ته وويل چې عمران خان د دوی په بدنامولو سياست کړی دی. ((موږ هر قسمه تحقیقاتو او څېړنو ته تيار يو. موږ همغه کس ته رايه ورکړې چې ګوند راته ښودلی وو. عمران خان غوښتل چې په دې طريقې سره راتلونکو ټاکنو لپاره په پنجاب کې محبوبيت پېدا کړي.))

تحريک انصاف دريځ لري چې د دغو شلو تورنو کسانو په اړه یې د ګوند دننه يوه کمېټې جوړه کړې ده. دوی ته شو کاز نوټس يا د خپل سپيناوي په اړه خبرتيا هم لېږل شوې خو تېره ورځ تورنو کسانو دغه کاغذ د خبريالانو مخکې وشکاوه او وي وېل چې تر بې عزتۍ وروسته د دې نوټس ځوابول د خندا وړ بولي.

عمران خان
عمران خان

د تحريک انصاف يو مشر غړي او د خېبر پښتونخوا حکومت وياند، شوکت يوسفزي د اپرېل په دروېشتمه مشال راډيو ته وويل د دوی له خوا څېړنې پوره دي خو بيا هم تورن سياستوال د ځان سپينولو موقع لري. ((زموږ د ګوند دننه د مشرانو غړو يوه کمېټه ده. هغه په دې اړه اورېدنه کوي. دا تورن کسان زموږ سياسي همکاران دي. که دوی رښتيا هم پېسې نه وي اخيستي نو را دې شي خپله صفايي دې وړاندې کړي.))

په پاکستان کې د جولايي په پنځلسمه پارلماني ټاکنې کېږي. د مارچ په مياشت کې د سينټ په ټاکنو کې پيپلز ګوند د تمې خلاف له خېبر پښتونخوا ډېرې رايې ويوړي او سينټ ته يې دوه کسان بريالي کړل. هغه وخت په دغه صوبه کې د واکمن ګوند تحريک انصاف صوبايي اسمبليوو غړو د رايې په استعمال ځينې پوښتنې راپورته شوې وي.

XS
SM
MD
LG