د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهره کوونکي: پر شخصي سکولونو د فیس محدوديت عملي کړئ


مظاهره کوونکي
مظاهره کوونکي

د خېبر پښتونخوا د شخصي يا پرايويټ سکولونو اتحاديه وايي د حکومت له خوا پر دوی د فیسونو د زياتولو محدوديت لګول به دوی مجبوره کړي چې دا ښوونځي د احتجاج په توګه وتړي. حکومت په ورځپاڼو کې د چاپ کړي نوټس له لارې اعلان کړی چې د تېر کال پرېکړې مطابق پرايويټ سکولونه يوازې درې فېصده فيس زياتولی شي.

د شخصي سکولونو د اتحاديې يا پرايویټ ايجوکېشنل منيجمنټ نيټورک د خېبر پښتونخوا صوبې مشر، یاور نصير د اپرېل په دروېشتمه مشال راډيو ته وويل چې د حکومت دا غوښتنه د قانون سره په تضاد کې ده. ((قانون دا وايي چې موږ له لسو تر پنځلسو فېصدو پورې فيس زياتولی شو. خو اوس نوی حکم دا دی چې داسې نه شي کېدلی. له شلو زرو ډېر پريويټ سکولونه دي چې له دې وجې به پرې بده اغېزه وشي.))

د هایی کورټ دا فیصله د تېر کال د نومبر د میاشتې په اتمه نیټه شوې وه. حکومت بايد د قانون تر مخه دا پرېکړه پر شخصي سکولونو عملي کړي.

په دې اړه پرون پېښور کې د خوا او شا سيمو اوسيدونکو او وکيلانو مظاهره هم کړې. دوی غوښتنه کړې چې د حکومت دا پرېکړه بايد په ټينګه عملي شي. ايډوکېټ عباس خان سنګین هغه وکيل دی چې د شخصي ښوونځيوو د فيسونو سم ساتلو لپاره يې درخواست جمع کړی وو. نوموړي مشال راډيو ته وويل: ((ما دا کېس وګاټه. عدالت د شخصي سکولونو فيسونه زياتول محدود کړل. له دې وجې به خلکو ته هره مياشت له اتوو تر لسو زرو پورې بچت کېږي.))

د پیښور هايي کورټ د فیصلې ترمخه به د شخصي سکولونو والا د ګرمۍ په رخصتيوو يا چټيانو کې له زده کوونکو د ټرانسپورټ پېسې نه اخلي. که د يو کور دوه کسان په يو ښوونځي کې وي فيس به يې نيم وي او د تعليم تر څنګ به د لوبو سهولتونه هم برابروي. خو د تهکال اوسېدونکی ذوالفقار خان خلیل وايي شخصي سکولونه وړو ته هيڅ اسانتياوې نه ورکوي.

د دې ښوونځيوو د اتحاديې د خېبر پښتونخوا څانګې مشر ياور نصير مشال راډيو ته ويلي چې دوی استادانو ته لوړې تنخاوې او ډېر بيلونه ورکوي نو ځکه دا پرېکړه نه شي عملي کولی. دهغه په خبره په دې اړه د حکومت سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG