د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملي خېلو او ځاځیو ترمنځ جرګه روانه ده


پراګ ـ د افغانستان او پاکستان ترمینځ پر پوله د کورمې د شرکو ملي خېلو او د خوست میدان ځاځي قبیلو د مشرانو ترمنځ جرګه روانه ده.

د کورمې ایجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي ساجد حسین طوري د خالي پر ماښام مشال رېډیو ته وویل چې په دې جرګه کې د سرحدي ستونزو ترڅنګ، د امنیت او خپل مینځي اعتماد سازۍ لپاره خبرې اترې کېږي. نوموړي زیاته کړه:

((دا جرګه به تر هغې خپلې هڅې جاري ساتي چې سرحدي ستونزې هوارې شي. دواړه خواوې په دې خبره ټینګار کوي چې خپله خاوره چا ته پرېږدو نه او د بل چا پر خاوره قبضه نه کوو.))

خوست - کورمه: جګړه ولې پېل او څنګه ختمه شوه؟
پر پوله نښتې به د کابل او اسلام اباد پر اړیکو اغېز وکړي؟

تېره هفته په دغه سيمه کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوی وه چې په نتيجه کې يې ۵ د ايف سي سرتيري او دوه افغان سرحدي پوليس وژل شوي وو. په دغه پېښه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

افغان او پاکستاني چارواکو پر یو بل د ډزو د پیلولو تورونه پورې کول. د پاکستان د پوځ لخوا د تېرې یکشنبې پر ورځ په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د افغان سرتېرو لخوا پر ایف سي ځواک د برید په نتیجه کې د دوی سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د افغانستان چارواکو بیا ادعا کوله چې لومړی پاکستانیو سرتېرو د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو برید ترسره کړ او دوی ورته ځواب ویلی دی.

د نښتې ځای لرې پرته غره ییزه سیمه ده چې ورته خبریالان لاس رسی نه لري نو ځکه مشال راډیو په ازادانه ډول د افغانستان او پاکستان د چارواکو د دعوو تصدیق نشو کولای.

XS
SM
MD
LG