د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د هغو پنځوو سرحدي سرتيرو يا ايف سي ځواکونو مړي د کورمې قومي جرګې ته سپارل شوي چې تېره ورځ پر ډيورنډ کرښه شوې جګړه کې وژل شوي وو.

د افغانستان خوست ولايت والي حکم حان حبيبي پرون په خوست کې خبريالانو ته وويل چې په ډېر احترام يې دا مړي او يو نيولی سرتيری له کورمې ورغلې د ملېخېلو قوم سپين ږيرو ته وسپارل. د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی ساجد حسين طوري په دغه مهال دغلته موجود وو. هغه بيګا مشال راډيو ته وويل چې په نښته کې د دوی لوري ته شپاړس کسان زخميان شوي هم دي چې اوس یې حالت بد نه دی.

موږ ورته واضحه وويل چې موږ خپله زمکه چاته نه ورکوو. دوی هم ويل چې د دوی هم داسې خوښه ده. نو بس فېصله پر دې وشوه چې راتلونکې جرګه کې به د پښتو په قانون نورې خبرې کوو.
ساجد حسين طوري

نوموړي زياته کړه چې ستونزه د جرګې له لارې حل شوه او د افغانستان ځاځيوو قام سره د داسې پېښو مخنيوي لپاره يوه بله جرګه کوي. ((موږ ورته د شپې ووېل چې مړي راته راکړئ. دوی ويل چې د پښتو ملک دی. موږ به ورته غسل ورکړو او په پوره احترام به یې په رڼا ورځ تاسي ته دروسپارو. همداسې يې وکړل. راتلونکې اتوار (یکشنبه) به ورسره بيا کښېنو.))

افغان چارواکو ويلي چې دا نښته له دې کبله پېل شوه چې د پاکستان لوري غوښتل د افغانستان په خاوره کې اغزن تار ولګوي. خو د کورمې يو قومي مشر، عنايت حسېن طوري مشال راډيو سره خبرو کې وويل ايف سي ځواکونو په خپله خوا کې اغزن تار لګاوه.

نوموړي زياته کړه: ((چې کله دوی (د پاکستان سرحدي ځواکونو) ورته وويل چې دغلته باړ لګول غواړي، هغوی (افغان لوري) پرې ډزې وکړي. پنځه کسان چې ووژل شول، د هغوی د مړو اخیستلو په وخت زه هلته وم. دا ټول د ايف سي ځواکسرتيري دي. يو هم پکې د کرمې نشته. يو د پنجاب دی او ځيني نور د نورو سيمو.))

په دې نښته کې د خوست دوه کسان وژل شوي دي. دا لا نه ده معلومه چې وژل شوي افغان سرتيري او که د ځاځيوو د قام له هغو کسانو دي چې په دې جګړه کې يې برخه درلوده.

د خوست والي په پوځي جامو کې د پېښې له ځايه کتنه کوي
د خوست والي په پوځي جامو کې د پېښې له ځايه کتنه کوي

نښته د خوست سره پر ډيورنډ کرښې پرتې شورکو سيمه کې شوې. دلته يو ځايي اوسېدونکي ابرار حسېن مشال راډيو ته وويل چې خلک د جګړې په ختمېدو خوشاله دي. هغه زياته کړه: ((اوس حالات ښه دي. دواړه خواوې رضا شوي چې بيا به داسې نه کېږي او د يو بل د خاورې سرغړونه به نه کوي.))

د افغانستان دفاع وزارت وياند محمد رادمنش ازادۍ راډيو ته بيګا ويلي چې د دې نښتې په اړه تحقیقات کوي. خو نوموړي زياته کړې چې په سيمه کې موجود پاکستاني او افغان پوځ مشرانو د ورته پېښو نه تکرارېدو لپاره د يو بل سره خبرې کړې دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG