د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان بولټن: د امریکا او روسیې ښې اړیکې د دواړو په ګټه دي


د امریکا د ملي امنیت نوي سلاکار د واشنګټن لپاره د روس سفیر ته ويلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تعلقاتو د ښه کېدو لپاره ماسکو باید په انتخاباتو کې د لاسوهنې، په برتانیا کې د اعصابو فلجوونکي کیمیاوي موادو برید تر څنګ په اوکراین او شام کې د حالاتو په اړه د امریکا اندېښنې لیری کړي.

د اپریل پر ۱۹مه د سپينې ماڼۍ په بیان کې وویل شول چې جان بولټن دا خبرې په واشڼګټن کې د روس سفیر اناتولي انتونوف سره د ملاقات پر وخت کړې دي.

بولټن د اپریل پر نهمه د ایچ ار مک ماسټر پر ځای دنده سنبال کړه.

د سپينې ماڼۍ بیان وايي په لومړۍ لیدنه کې دواړه مشران د امریکا او روس تر منځ پر تعلقاتو وغږېدل.

جان بولټن په دې خبره ټینګار وکړ چې د امریکا او روس تر منځ ښې اړیکې د دواړو هیوادونو په ګټه دي خو پکار ده چې د امریکا اندېښنو ته ځواب وویل شي.

ماسکو په امریکايي انتخاباتو کې د لاسوهنې تورونه ردوي، پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال ته د کیمیاوي موادو ورکولو نه هم انکار کوي او دعوی لري چې په شام کې د کیمیاوي برید خبره ناسمه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG