د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې ټرافیکي پېښه، اووه کسان وژل شوي


د پاکستان په سیند کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

د پولیسو یوه افسر اسلم عاقلاني د جمعې په ورځ اسوشي اېټډ پرېس اژانس ته وویل، پېښه تېره شپه ناوخته هغه مهال شوې چې دا کورنۍ په کراچۍ کې تر واده وروسته جیکب اباد ته ستنېده.

دی وايي، په وژل شویو کې نوي واده شوي ښځه او د هغې پولیس خاوند هم شامل دي.

عاقلاني زیاتوي چې په پېښه کې یوه دوه کلنه ماشومه بچ پاتې ده ځکه چې هغه د ګاډو جنګېدو پر وخت د ګاډي له کړکۍ څخه بهر پرېوتې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG