د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ اعلا وزیر پروېز خټک ور غوښتی


د پاکستان چيف جسټس ثاقب نثار په خېبر پښتونخوا کې د يوشمير مسلو پر سر د کېسونو اورېدنې پر وخت د دې صوبې وزيراعلا پرويز خټک ور بللی دی.

نن/زیارت د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ د سپريم کورټ درې کسيزې ډلې په پېښور رجسټرۍ کې په صوبه کې پاکو اوبو ته رسايي، روغتونونو، ښوونځيو او شخصي طب پوهنځيو په ګډون د ګڼو کيسونو اوريدنه وکړه.

پر دې مهال د خېبر پښتونخوا چيف سکتر او صحت سکتر پشمول يوشمير اعلا چاروکي هم موجود ول.

چيف جسټس په صوبه کې د سکولونو د شمېر، په دې کې د موجودو اسانتياو او د هسپتالونو د صفايې په اړه هم رپوټونو غوښتي. نوموړي د څکلو اوبو د ټېسټولو امر هم وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG