د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتمر له چینايي چارواکیو سره ویني


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن زیارت ورځ په پیکنګ کې له یوشمېر چینايي چاروکیو سره ويني.

ښاغلی اتمر د چین د مرستیال ولسمشر وانګ قیشن په بلنه پیکنګ ته تللی دی. د دې سفر د هدف په اړه د افغانستان ملي امنیت د سلاکار ویاند قادر شاه بېګا مشال راډیو ته وویل، غواړي چین د افغان سولې بهیر ملاتړ وکړي.

نوموړي زياته کړه چې په ليدنه کې به د ترهګرۍ، اقتصادي او سيمه ييزې همکارۍ په اړه خبرې وشي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین د درې ورځني سفر پر مهال د دغه هیواد د مرکزي سیاسي کمیټې له مشر، د دولتي امورو له وزیر، امنیت وزیر، د چین د مشترکو ځواکونو له مشر او د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار سره خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG