د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ انتخابات: بېلا بېل ګوندونه پر یو بل نیوکې کوي


د پاکستان د سینیټ نوی منتخب شوی مشر صادق سنجراني
د پاکستان د سینیټ نوی منتخب شوی مشر صادق سنجراني

پراګ ـ د اتوار پر ورځ په سوات مینګوره کې د جلسې پر مهال د مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر امیرمقام پر مخالفو ګوندونو یو ځل بیا تور ولګاوه چې د سینیټ په انتخاباتو کې یې په پېسو ووټونه اخیستي دي.

نوموړي په پاکستان پیپلز ګوند او تحریک انصاف غږ وکړ چې په راتلونکیو عامو انتخاباتو کې به یې له ماتې سره مخامخ کوي.

((تاسو دواړه ګوندونه به په عامو انتخاباتو کې څومره ووټونه په پېسو واخلئ؟ د پاکستان شل کروړه عوام به پېسو نه خرڅیږي. د سینټ انتخاباتو کې په پېسو ووټونه اخیستو تاسو ته څه ګټه ورسوله؟ زه خو وایم چې عمران خان او زرداري دواړه دې په عامو انتخاباتو کې هم ملګري شي او امید کوم چې بیا به هم له ماتې سره مخ کیږي، عوام به یې مسترد کړي.))

په سینټ کې د مسلم لیګ نواز دومره غړي نه ول چې خپل چییرمېن یې منتخب کړی وای.
مخدوم مصطفا محمود

په دې اړه د پیښور نه د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي انجینیر حامد الحق خلیل د اتوار په ماښام مشال ریډیو ته وویل، په دغو انتخاباتو کې یې ګوند جمهوري طریقه خپله کړې ده.

((اییني طریقه داسې ده چې د سینيټ د چییرمېن لپاره ۵۳ ووټونه پکار وي خو یو ګوند هم یواځې دا نه شو پوره کولی نو ځکه تحریک انصاف خپل ووټونه له بلوچستان منتخب ازاد سینیټر صادق سنجراني ته ورکړل. باقي د مسلم لیګ نواز د مشرانو په بلوچستان کې له خپلو غړیو سره رویه سمه نه وه چې له وجې یې تیر صوبايي حکومت مات شو، نو دوی ته اوس د ووټ تقدس او احترام یاد شو.))

د قامي او صوبايي اسمبلیو راتلونکي انتخابات پر خپل مقرر وخت کول پکار دي، او هسې نه چې د سینیټ انتخاباتو په شان وي بلکې په شفاف ډول پکار دي
اسفندیار ولي خان

دا راز د پاکستان پیپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړی مخدوم مصطفا محمود وايي، مسلم لیګ نواز ګوند په سینیټ کې د خپلو کمو چوکیو له وجې ماتې خوړلې ده. نوموړي زیاته کړه:

((په سینټ کې د مسلم لیګ نواز دومره غړي نه ول چې خپل چییرمېن یې منتخب کړی وای. اوس که د دوی امید وار له ماتې سره مخامخ شو نو دا د حېرانتیا خبره نه ده. باقي د راتلونکیو عامو انتخاباتو په اړه به دا ووایم چې په دې جمهوري عمل کې هر ګوند له خپل منشور او کارکردګۍ سره برخه اخلي او بیا د عوامو خوښه ده چې څوک انتخابوي؟ البته د مسلم لیګ نواز ګوند موجوده پنځو کلونو حکومت خلک مایوس کړي دي نو بریالي کیدل یې اسان نه دي.))

بلخوا د خالي پر ورځ په نوښار کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وویل، پکار ده چې راتلونکي عام انتخابات په شفاف ډول تر سره شي:

((د قامي او صوبايي اسمبلیو راتلونکي انتخابات پر خپل مقرر وخت کول پکار دي، او هسې نه چې د سینیټ انتخاباتو په شان وي بلکې په شفاف ډول پکار دي، نو بیا به پته ولګي چې څوک یې ګټي او څوک یې بایلي.))

په پاکستان کې سینیټ انتخابات د مارچ په درېمه نیټه شوي وو او د مارچ په دولسمه بیا د سینټ د چیرمېن او ډپټي چیرمېن لپاره انتخابات وشول چې پکې د اپوزیشن ګوندونو ملاتړ لرونکی امیدوار صادق سنجراني چیرمېن وټاکل شو. نوموړي د مسلم لیګ نواز ګوند او اتحادیانو امیدوار راجه ظفر الحق ته ماتې ورکړه.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG