د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: روس وړ د دې دی چې بندېزونه پر ولګېږي


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله هغه ادعا تکرار کړې ده چې له روسیې سره د ده غوندې سخت چلند بل هېڅوک نه کوي.

نوموړی زیاتوي، ډېر ژر به پر روسیې نوي بنديزونه ولګوي ځکه چې دا هېواد وړ د دې دی.

په چارشنبه په فلورېډا کې په خپل سېلځي مارا لاګو کې له جاپاني وزيراعظم شېنزې ابې سره ګډې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال ډونلډ ټرمپ په مشخصه توګه دغه بنديزونه په ډاګه نه کړل.

نوموړي دا خبره هغه مهال وکړه چې خبرې غونډه ختمه شوه او خبريالانو د پوښتنو په اړه شور جوړ کړ نو امريکايی ولسمشر سټېج ته ستون شو او ویې ويل چې ډېر ژر به بنديزونه ولګېږي ځکه چې روس د هم دې وړ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG