د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته نوماند مایک پامپیو په سېشنبه د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره کتلي دي.
د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي چې مایک پامپیو او کیم جونګ اون د ایستر په رخصتیو کې په شمالي کوریا کې په پټه سره لیدلي دي.
د دغه لیدنې موخه د ولسمشر ټرمپ او کېم یونګ ترمنځ د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه خبرو اترو ته لار هوارول دي.
وروسته روېټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی چې یوه امریکايي چارواکي د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر مایک پامپیو او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ لیدنه تایید کړې ده.
ډونالد ټرمپ په سېشنبه وویل چې واشنګټن او پیونګ یانګ د لوړپوړو چارواکیو په کچه خبرې کړې دي.