د اوکراين چارواکي وايي د هېواد په ختیځ کې يې يو پوځي وژل شوی او پنځه زخميان شوي دي.
د اپرېل په ۱۷مه نېټه د اوکراين دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د روس ملاتړ لرونکو بېلتونپالو په تېرو ۴۰ ساعتونو کې ۵۲ ځله اوربند مات کړی دی.
بېلتونپالو ورته ادعا کړې او د اوکراين پر ځواکونو تور پورې کوي چې له ډزبندۍ سرغړونه کوي.
په اوکراين کې له ۲۰۱۴ کال راهيسې د بېلتونپالو او حکومتي ځواکونو ترمنځ پېل شوې جګړه کې ۱۰ زره درې سوه کسان وژل شوي دي.