د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیکولسن: د سولې لپاره پر پاکستان فشارونو ته دوام ورکوو


په افغانستان کې د بهرنيوو ځواکونو مشر جنرل جان نيکولسن وايي د سولې لپاره پر پاکستان فشارونو ته دوام ورکوي.

نوموړي د سېشنبې په ورځ په کندهار کې خبريالانو ته وويل چې په همدې حال کې له افغان ځواکونو سره د مرستې لپاره پر طالبانو نظامي زور ډېروي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرورۍ په اته ۲۷مه په کابل کې د سولې په اړه په يو نړيوال کنفرنس کې طالبانو ته وړانديز وکړ چې که روغه کوي نو د سياسي ګوند په توګه به يې وپېژني او د حکومت برخه به يې کړي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله واضحه ځواب نه دی ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG